
د ایکنانیوز خبریال د العالم ټيلبیویژني چینل له قوله راپور راکړی،د ملګرو ملتو د منشور د مدافعانو ډلې په دې اعلامیه کې د بهرني ملاتړ لاندې ترهګرو عناصرو له لوري پر ایران د ترهګریزو بریدونو او دبلواؤ او پر عامه ځایونو بریدونه په کلکه غندلي او د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو او د قانون د پلي کوونکو ځواکونو د وژل کېدو او ټپي کېدو، او همدارنګه د عامه او شخصي شتمنیو د ویجاړېدو په اړه ئې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د اعلامیې په پای کې، دغې ډلې د ایران د اسلامي جمهوریت له خلکو او حکومت سره خپل بشپړ یووالی یو ځل بیا ښودلی او له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د دغه اورګان له سرمنشي څخه یې وغوښتل چې د ایران پر وړاندې هر ډول غیرمسئولانه او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف کړنې په څرګند او بېابهامه ډول وغندي.
د ملګرو ملتو د منشور د دفاع د ډلې غړي ۱۷ هېوادونه دي، چې په هغو کې د ایران اسلامي جمهوریت ، روسیه، چین، الجزایر، کیوبا، ونزوئلا، فلسطین، نیکاراګوا، یوګانډا، بلاروس، بولیویا، زمبابوې او یو شمېر نور هېوادونه شامل دي.
https://iqna.ir/fa/news/4328950